يو امريکايي چارواکي رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د امريکا پوځ په ايران کې پر ځينو مواضعو تازه بريدونه کړي او يو پوځي مرکز يې په نښه کړی دی.
د راپور له مخې، امريکايي چارواکو دغه مرکز د امريکايي ځواکونو او په هرمز تنګي کې د سوداګريزو بېړيو لپاره يو ګواښ بللی و.
دغه چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، ويلي چې د امريکا پوځ څو ايراني بې پيلوټه الوتکې هم رهګيرې او نسکورې کړې دي.
هغه د عملياتو دقيق وخت او د احتمالي زيانونو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
په همدې حال کې، اکسيوس وېبپاڼې د يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ايران د يوه امريکايي سوداګريز کښتۍ پر لور څلور ځانمرګي بې پيلوټه الوتکې توغولې وې، خو امريکايي پوځ دغه الوتکې له منځه وړي او د توغولو يو بل مرکز يې هم د بريد تر ترسره کېدو مخکې په نښه کړی دی.
تر دې وړاندې ايراني رسنيو د بندر عباس په شاوخوا کې د چاودنو د غږونو او د هوايي دفاعي سيستمونو د فعالېدو خبر ورکړی و.
د دغو راپورونو له مخې، د سيمه ييز وخت له مخې شاوخوا د شپې يو نيمه بجه د بندر عباس په ختيځ کې څو چاودنې اورېدل شوې دي.
په ورته وخت کې، د کويټ پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سيستمونو څو «دښمنانه» توغنديز او بې پيلوټه بريدونه شنډ کړي دي.
تر دې وړاندې رسنيو د کويټ په ځينو برخو کې د چاودنو او د خطر زنګونو د غږېدو راپورونه خپاره کړي وو.
دغه تحولات وروسته له هغې رامنځته شوي چې امريکا د ايران پر مواضعو تازه بريدونه وکړل او سپاه پاسداران هم متقابل بريد ترسره کړ.
سپاه پاسداران ويلي وو چې د بندر عباس د هوايي ډګر په څنډه کې د امريکا د سهارنيو بريدونو په غبرګون کې يې هغه امريکايي هوايي اډه په نښه کړې چې د دوی په وينا «د بريدونو سرچينه» وه.
سپاه همدارنګه خبرداری ورکړی چې که امريکا خپل بريدونه تکرار کړي، د ايران غبرګون به «نور هم قاطع» وي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتريخوالي زياتېدو په خليج فارس کې د جګړې د پراخېدو او د سيمې د امنيت او د نړيوالې انرژۍ د حياتي لارو د اغېزمنېدو په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.














