د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ويلي چې د دغې ادارې محتسبانو د غويي مياشتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۴ کسان د «جادوګرۍ» په تور د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې نيولي دي.
دغه وزارت د غبرګولي په دويمه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې نيول شوي کسان له لومړنيو پلټنو وروسته د طالبانو عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ويلي، دغه کسان د «خرافاتي کړنو د مخنيوي او اسلامي ټولنې د جوړولو» په موخه نيول شوي دي.
طالبان ادعا کوي چې دغو کسانو د جادوګرۍ له لارې د کورنيو شخړو په رامنځته کولو کې رول درلود.
د دغه وزارت له لوري د «جادوګر» مانا په څرګند ډول نه ده روښانه شوې، خو طالبان هغه کسان هم نيسي چې تعويذونه ليکي.
د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان په ټول افغانستان کې د ګرځنده ګزمو له لارې د خلکو چلند او لباس څاري او پلټنې کوي.
د طالبانو د امر بالمعروف قانون، چې په ۱۴۰۳ کال کې تصويب شوی، دغو محتسبانو ته پراخ واکونه ورکړي چې په هغو کې د خلکو نيول هم شامل دي.














