ملګرو ملتونو ويلي چې په افغانستان کې ښځې او ماشومان د طبيعي پېښو تر ټولو ستر قربانيان دي او د چاپېريالي کړکېچونو او طبيعي افتونو ډېره برخه زيان همدوی ويني.
د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د طبيعي پېښو له امله د بېځايه شويو کسانو ۷۵ سلنه ښځې او ماشومان دي.
دغه سازمان د غويي په ۳۱مه په اېکس کې ليکلي:
«طبيعي پېښې پر ټولو خلکو يو شان اغېز نه کوي.»
د روغتيا نړيوال سازمان ټينګار کړی چې د طبيعي پېښو پر مهال د ښځو د زيانمنېدو کچه د نارينه وو په پرتله په څرګند ډول لوړه ده.
د دغې ادارې څېړنې ښيي چې د طبيعي پېښو له رامنځته کېدو وروسته شاوخوا ۷۰ تر ۸۰ سلنه هغه کسان چې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري، ښځې او ماشومان دي.
د ورکړل شويو جزئياتو له مخې، امېندواره او شيدې ورکوونکې ښځې د سېلابونو او له بحران وروسته پړاوونو کې له زياتو روغتيايي ګواښونو او ستونزو سره مخ کېږي.
د روغتيا نړيوال سازمان له نړيوالو مرستندويه بنسټونو غوښتي چې زيانمنو سيمو ته د مرستو رسولو پر مهال د ښځو او ماشومانو روغتيا، خونديتوب او د ژوند حالت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
افغانستان په وروستيو کلونو کې څو ځله له سېلابونو، وچکالۍ او نورو طبيعي پېښو سره مخ شوی؛ هغه بحرانونه چې له پراخې بېوزلۍ او د روغتيايي زېربناوو له کمزورۍ سره يو ځای د زيانمنو کورنيو حالت نور هم سخت کړی دی.














