په کابل کې د ځینو خصوصي پوهنتونونو مسؤلانو ویلي چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په وروستیو اونیو کې محصلان اړ کړي څو د ږیرې پرېښودلو او د امر بالمعروف قانون د رعایت تعهدنامه لاسلیک کړي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د خصوصي پوهنتونونو محصلان هم د دولتي پوهنتونونو د محصلانو په څېر د دې تعهدنامې منلو ته مکلف شوي دي.
د دغې تعهدنامې یوه نسخه چې رسنیو ته رسېدلې، ښيي چې محصلان باید د حنفي فقهې له لارښوونو پیروي وکړي؛ هغه موضوع چې د یو شمېر شیعه محصلانو غبرګونونه او ناخوښي یې راپارولې ده.
منتقدان وایي، دا اقدام پر ټولو محصلانو د یوې ځانګړې مذهبي تفسیر د تحمیل معنا لري.
د تعهدنامې په یوه برخه کې راغلي چې محصلان باید د موسیقۍ له اورېدو، د مخدره موادو له استعمال او همدارنګه د ژوندیو موجوداتو له عکس او ویډیو اخیستو ډډه وکړي؛ ځکه د طالبانو د امر بالمعروف قانون دغه موارد منع کړي دي.
همدارنګه د دې تعهدنامې په وروستیو بندونو کې ټینګار شوی چې محصلان باید د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده له ټولو فرمانونو اطاعت وکړي.
طالبانو په دې سند کې محصلان له سیاسي ډلو سره له یوځای کېدو هم منع کړي دي.
سرچینې وایي، په دې تعهدنامه کې خبرداری ورکړل شوی چې د دغو مقرراتو د نه مراعت په صورت کې به محصلان له سزا سره مخ شي.
شنونکي وایي، طالبان هڅه کوي پر افغانستان د ښوونیز نظام خپل مذهبي او ایدیولوژیک کنټرول لا پراخ کړي.
د منتقدانو په باور، په پوهنتونونو کې د محدودیتونو زیاتوالی کولای شي د محصلانو علمي فضا او فردي ازادۍ لا محدودې کړي او مذهبي او ټولنیز اختلافات هم ژور کړي.














