د قرغیزستان ولسمشر صدیر جباروف ویلي چې د افغانستان ثبات او د دغه هېواد تدریجي ادغام په نړیواله ټولنه کې به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړیتوب په صورت کې د بیشکک له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.
جباروف د ۲۰۲۶ کال د جون په میاشت کې د امنیت شورا د غیردایمي غړو د ټاکنو تر مخه د نړۍ مشرانو ته په خپل پیغام کې ویلي چې د منځنۍ اسیا امنیت په مستقیم ډول د افغانستان له ثبات سره تړلی دی.
هغه زیاته کړې چې قرغیزستان به د امنیت شورا غړیتوب ته د بریا په صورت کې د افغانستان وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د قرغیزستان ولسمشر همدارنګه ویلي چې هېواد به یې د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي او د افغانستان د اقتصادي او سیاسي تدریجي ادغام ملاتړ کوي.
جباروف د نړۍ اوسنی وضعیت اندېښمنوونکی بللی او د جیوپولیټیکي سیالیو د زیاتېدو، په اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې د جګړو او د نړیوالو قوانینو د کمزوري کېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه ټینګار کړی چې کوچني او وچې ته تړلي هېوادونه په ملګرو ملتونو امنیت شورا کې کافي استازیتوب نه لري او د قرغیزستان نوماندي د همدې متوازن حضور د پیاوړتیا لپاره مطرح شوې ده.
د جباروف په وینا، هېواد به یې د امنیت شورا د غړیتوب په صورت کې د مخنیوي ډیپلوماسۍ، سولهییزو حللارو او د نړیوالو کړکېچونو د کمولو ملاتړ وکړي.
شنونکي وایي، د قرغیزستان د ولسمشر څرګندونې ښيي چې افغانستان لا هم په منځنۍ اسیا کې د امنیتي اندېښنو له مهمو محورونو څخه پاتې دی.
د سیمې هېوادونه اندېښنه لري چې په افغانستان کې د اقتصادي او سیاسي بحران دوام به د بېثباتۍ، کډوالۍ او امنیتي ګواښونو نوې څپې د هغوی تر پولو ورسوي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د «تدریجي ادغام» ملاتړ ښيي چې د سیمې ځینې هېوادونه د طالبانو سره د کنټرول شوې تعامل په لټه کې دي؛ داسې تګلاره چې د امنیتي اندېښنو او له کابل سره د سیاسي اړیکو د ساتلو ترمنځ رامنځته کېږي.














