د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان په هند کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پوښتنه کړې ده؛ هغه چې له څه مودې راهیسې د هند په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
راشد خان پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې په دوامداره توګه د روغتون له مشرتابه او روغتیايي کارکوونکو سره په اړیکه کې دی څو د شاپور ځدراڼ د درملنې لپاره هر ډول همغږي او اړینه مرسته ترسره شي.
هغه زیاته کړې: «زموږ هڅې دوام لري څو هر څه په غوره ډول پر مخ ولاړ شي.»
د افغانستان د کرکټ دغه مشهور لوبغاړي هیله څرګنده کړې چې شاپور ځدراڼ به ژر روغتیا ترلاسه کړي او بېرته به د خلکو ترمنځ حاضر شي.
راشد خان له خلکو هم غوښتي چې د شاپور ځدراڼ د روغتیا او ښه کېدو لپاره دعا وکړي.
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ له پېژندل شوو او پخوانیو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي چې په تېرو کلونو کې یې د افغانستان د کرکټ د ودې او نړیوال شهرت په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
په هند کې د هغه د بستر کېدو خبر د افغانستان د کرکټ د مینهوالو او یو شمېر ورزشي څېرو خواخوږي هم راپارولې ده.














