د کابل د خصوصي بانکونو یو شمېر مشتریان وایي چې بانکونو د نغدو پیسو د ایستلو حد ۲۰ زره افغانیو ته محدود کړی او خلک د همدې محدود مبلغ د ترلاسه کولو لپاره هم ساعتونه انتظار باسي.
د کابل درې اوسېدونکو د سېشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې بانکونه د پیسو د ایستلو تر محدودولو سربېره، د مشتریانو د ګڼېګوڼې پر مهال «د سیسټم د خرابۍ» په پلمه مراجعین بېرته رخصتوي.
د عزیزي بانک یوه مشتری ویلي: «له بهر څخه راته پیسې حواله شوې وې، خو بانک ټول مبلغ رانکړ او یوازې یې ۲۰ زره افغانۍ راکړې.»
هغه وایي، دغه پیسې د قربانۍ او د اختر د نورو اړتیاوو لپاره ورلېږل شوې وې، خو په دې اندازه پیسو نشي کولای د اختر لګښتونه برابر کړي.
د مشتریانو په وینا، ځینې بانکونه له بهر څخه د رالېږل شویو حوالو د بشپړ ورکولو څخه هم ډډه کوي.
د کابل خصوصي بانکونو او د افغانستان مرکزي بانک تر اوسه د دغو محدودیتونو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.
خو په وروستیو میاشتو کې هم د نغدو پیسو د کمښت او د پیسو د ایستلو د محدودیتونو په اړه شکایتونه موجود وو.
د یوه خصوصي بانک کارکوونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې له بهر څخه رالېږل شوې پیسې سمدستي نغدو پیسو ته نه اوړي او بانکونه باید د تصفیې او مدیریت پړاوونه بشپړ کړي.
هغه ټینګار کړی چې دغه ستونزې موقتي دي او ښایي ژر حل شي.
د افغانستان بانکي نظام په ۱۴۰۰ کال کې د پخواني حکومت تر سقوط او د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له شدید نقدي بحران او پراخو محدودیتونو سره مخ شوی دی.
په بهر کې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، د نړیوالو مرستو درېدنه او له نړیوال مالي نظام سره د افغان بانکونو د اړیکو پرې کېدل د اوسنیو ستونزو مهم عوامل بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک تېر کال اعلان کړی و چې د افغانیو شخصي حسابونو د میاشتني ایستلو حد یې یو میلیون افغانیو او د ډالري حسابونو حد یې ۱۵ زره ډالرو ته لوړ کړی دی.
اقتصادي کارپوهان وایي، د پیسو د ایستلو محدودیتونو دوام د خلکو باور پر بانکي نظام کموي او ښایي پر افغان کورنیو اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي.














