یو شمېر افغانان وایي چې په عامه ځایونو کې د وسلهوالو طالبانو، په ځانګړي ډول د شخصي جامو لرونکو وسلهوالو کسانو، حضور او ګرځېدل د خلکو ترمنځ د وېرې او رواني ناامنۍ فضا زیاته کړې ده.
جاوید، چې د هېواد له اوسېدونکو څخه دی، وایي د وسلهوالو کسانو حضور چې شخصي جامې اغوندي او د خلکو ترمنځ ګرځي، د تشویش او بېباورۍ سبب شوی او د ناوړه استفادې زمینه هم برابروي.
د هغه په وینا، ځینې کسان کولای شي له دې وضعیت څخه په استفادې، د وسلو په لېږدولو او د طالبانو د غړیتوب په ادعا، عامه امنیت ګډوډ کړي.
بلقیس، یوه بله ښاریزه، وایي وسلهوال کسان ان له وسلو سره عامه ترانسپورتي وسایطو او د خلکو کورونو ته داخلیږي، هغه وضعیت چې د ماشومانو ترمنځ یې ویره زیاته کړې ده.
هغې زیاته کړه، یو شمېر ماشومان د وسلو د دوامدار لیدلو له امله له خپلو کورنیو د وسلو د اخیستلو غوښتنه کوي؛ هغه موضوع چې د ارواپوهانو په باور ښایي د ماشومانو پر ذهني جوړښت او د تاوتریخوالي پر عادي کېدو اغېز وکړي.
د نظامي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د وسلهوالو کسانو پراخ حضور، پرته له دې چې د رسمي ځواکونو او عادي وسلهوالو ترمنځ روښانه توپیر موجود وي، د جنایي جرمونو او امنیتي ناوړه استفادو خطر زیاتولای شي.
په ورته وخت کې، ارواپوهان باور لري چې په عامه فضا کې د وسلو دوامدار حضور، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو لپاره، د مزمنې ناامنۍ، اضطراب او ټولنیزې وېرې احساس رامنځته کوي.
شنونکي وایي، ستونزه یوازې د وسلو لېږد نه دی، بلکې په ورځني ژوند کې د پوځي فضا عادي کېدل دي؛ هغه وضعیت چې ښایي په اوږدمهال کې د ټولنیز چلند، رواني سلامتۍ او عامه باور پر جوړښت ژور اغېز وکړي.














