د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي چې د سېشنبې سهار د لکي مروت ولسوالۍ په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.
د لکي مروت د پولیسو ویاند قدرتالله خان ویلي چې په وژل شویو کسانو کې دوه پولیس هم شامل دي.
د راپورونو له مخې، په ټپیانو کې یوه تنکۍ نجلۍ او یوه ښځه هم شاملې دي.
هغه انځورونه او ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، ښيي چې د چاودنې له امله ګڼ دوکانونه او شاوخوا ودانۍ زیانمنې شوې دي.
پاکستاني پولیسو ویلي، لا تر اوسه څرګنده نه ده چې دا پېښه انتحاري برید و او که په موټرسایکل یا موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو له امله رامنځته شوې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.
دغه چاودنه داسې مهال رامنځته کېږي چې د شنبې په ماښام هم د بنو ولسوالۍ د فتحخېل پولیسو پر پوستې په انتحاري برید کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس وژل شوي وو.
له هغې حملې وروسته، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلامآباد کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر سردار احمد شکیب احضار کړی و.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې وه چې د برید طرحه د افغانستان له خاورې شوې ده.
امنیتي کارپوهان وایي، په خیبر پښتونخوا کې د مرګونو بریدونو زیاتوالی د ناامنۍ د پراخېدو او د اسلامآباد او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا د زیاتېدو اندېښنې ډېرې کړې دي.
د هغوی په وینا، د دغو بریدونو دوام ښایي د پاکستان پر حکومت سیاسي او امنیتي فشارونه زیات کړي څو په سرحدي سیمو کې سخت اقدامات ترسره کړي.














