د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ په فتحخېل سیمه کې د ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۱۵ تنو ته لوړ شوی او درې نور پولیس ټپیان دي.
دغه چاودنه د شنبې په ماښام ترسره شوې او د راپورونو له مخې، بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پولیسو پوستې ته څېرمه وچاوداوه.
پاکستانۍ ورځپاڼې «دان» راپور ورکړی چې د چاودنې شدت دومره زیات و چې د پولیسو پوسته په بشپړه توګه ویجاړه شوې او شاوخوا ودانیو ته هم سخت زیان اوښتی دی.
له برید وروسته په سیمهییزو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی و.
د راپورونو له مخې، د برید پر مهال ۱۸ پولیس په پوسته کې موجود وو چې ټول وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
وسلهوالې ډلې «اتحادالمجاهدین» د دغه برید مسئولیت منلی؛ هغه ډله چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې هم فعالیت لري.
دغه برید داسې مهال ترسره کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په خیبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت په څرګند ډول خراب شوی دی.
اسلامآباد څو ځله طالبان تورن کړي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) ملاتړ کوي او وسلهوالو ډلو ته پناه ورکوي؛ هغه تورونه چې طالبان یې ردوي.
بنو په وروستیو میاشتو کې د خیبرپښتونخوا له تر ټولو ناارامه سیمو څخه ګڼل کېږي او څو ځله پکې د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر ضد خونړي بریدونه شوي دي.
امنیتي شنونکي وایي، د داسې بریدونو دوام ښيي چې وسلهوالې ډلې لا هم د پاکستان په قبایلي او سرحدي سیمو کې د پراخو عملیاتو د ترسره کولو توان لري.














