د امریکا او اسرائیل له لوري له ایران سره د نازک اوربند په منځ کې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد جګړه «لا پای ته نه ده رسېدلې».
نتانیاهو په هغه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ د امریکا سيبياېس شبکې خپره کړه، وویل چې له لوړې کچې غني شوي یورانیم باید له ایرانه وایستل شي او د دغه هېواد د غنيسازۍ تاسیسات هم باید له منځه یوړل شي.
د اسرائیل لومړي وزیر د ایران اټومي پروګرام، نیابتي ځواکونو او توغندیز ظرفیت ته په اشارې وویل: «موږ اوس د دې ډېره برخه کمزورې کړې، خو دا ټول لا هم موجود دي او لا نور کار ته اړتیا شته.»
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره اټکل کوي چې ایران لا هم له ۴۰۰ کیلوګرامو زیات نږدې د وسلو درجې ته رسېدلي غني شوي یورانیم لري.
نتانیاهو د دغو موادو د احتمالي ایستلو په اړه وویل: «ور ننوځئ او هغه وباسئ.»
هغه زیاته کړه چې که کومه هوکړه وشي، دا به د ایران د لوړې کچې غني شوي یورانیم د انتقال لپاره «غوره لاره» وي.
د اسرائیل لومړي وزیر ونه ویل چې د خبرو اترو د ناکامېدو په صورت کې به څه ډول اقدامات ترسره شي، خو ټینګار یې وکړ چې دا موضوع «یو فوقالعاده مهم ماموریت» دی.
هممهاله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په جلا مرکه کې ویلي چې اسلامي جمهوریت «ماتې خوړلې»، خو دا د ګواښ د پای معنا نه لري.
ټرمپ وویل: «موږ کولای شو دوه اوونۍ وروسته بیا هم اقدام وکړو او هر هدف وولو.»
هغه ادعا وکړه چې امریکا شاوخوا ۷۰ سلنه خپل ټاکلي اهداف په نښه کړي، خو «نور اهداف» هم شته چې ښایي په راتلونکي کې پرې برید وشي.
د امریکا او اسرائیل د لوړپوړو چارواکو هممهاله څرګندونې ښيي چې له اوربند سره سره، د ایران د اټومي پروګرام او پوځي تقابل پر سر ترینګلتیا لا هم دوام لري.
شنونکي خبرداری ورکوي چې د دغسې دریځونو دوام ښایي نازک اوربند له ماتېدو سره مخ کړي او سیمه د امنیتي بحران نوې مرحلې ته ننوځي.














