د پولند سرحدي ګارد ویلي چې څلور افغان پناهغوښتونکي یې د «غیرقانوني داخلېدو» په تور نیولي دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، یو پولندی وګړی هم د «انساني قاچاق» په شک نیول شوی دی.
د پولند سرحدي چارواکو ویلي چې دغو افغان پناهغوښتونکو غوښتل د پولند له لارې نورو اروپايي هېوادونو، په ځانګړي ډول آلمان، ته ځان ورسوي.
د دغه بنسټ په وینا، افغان پناهغوښتونکي لومړی سرحدي سیمو ته رسېدلي او وروسته یې په پښو له پولې تېرېدلی دي.
د پولند خاورې ته له داخلېدو وروسته، هغوی د یوه پولندي موټرچلوونکي له خوا سپاره شوي او د اروپا نورو برخو ته د انتقال په حال کې وو.
تر دې وړاندې هم د پولند سرحدي چارواکو د لږ تر لږه ۸۴ پناهغوښتونکو، چې افغانان هم پکې شامل وو، د نیولو خبر ورکړی و.
افغان پناهغوښتونکي تر ډېره د آلمان ته د رسېدو لپاره د پولند له لارې استفاده کوي؛ هغه مسیر چې په وروستیو کلونو کې د اروپا، روسیې او بلاروس ترمنځ د سیاسي ترینګلتیا برخه ګرځېدلې ده.
د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، پولند ادعا کوي چې روسیه او بلاروس له کډوالو څخه د لوېدیځو هېوادونو د بېثباته کولو لپاره استفاده کوي.
د دې وضعیت په غبرګون کې، د پولند حکومت له بلاروس سره پر پوله د پناه غوښتنې حق په موقت ډول ځنډولی دی.
که څه هم دغه محدودیت په پیل کې د ۶۰ ورځو لپاره اعلان شوی و، خو د پولند حکومت څو ځله تمدید کړی او په عملي ډول د ډېرو کډوالو لپاره د پناه غوښتنې د ثبت بهیر درېدلی دی.
یوه افغان پناهغوښتونکي اسوشیټیډ پرېس ته ویلي چې پولندي چارواکو یې دوسیه له دقیقې ارزونې پرته د اخراج پرېکړه کړې؛ یوازې ځکه چې هغه د بلاروس له لارې دغه هېواد ته داخل شوی و.
د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پولند پر دغې پالیسۍ نیوکه کړې ده.
دوی وایي، د پناه غوښتنې د حق ځنډول د نړیوالو قوانینو او د ژنیو له کنوانسیون سره په ټکر کې دي، ځکه کوربه هېوادونه مکلف دي د هر پناهغوښتونکي دوسیه په جلا توګه وڅېړي.
خو د پولند حکومت ټینګار کوي چې د بلاروس پر پوله امنیتي ګواښونه د وروستیو سختو اقداماتو توجیه کوي.
کارپوهان وایي، د دې وضعیت دوام ښایي افغان کډوال د اروپا له تر ټولو خطرناکو او مبهمو مهاجرتي لارو سره مخ کړي.














