د آلمان اشپیگل مجلې راپور ورکړی چې د بن ښار د افغانستان قونسلګرۍ ته د طالبانو د استازي له ورتګ وروسته، د اوکسدورف سیمې ورځنی ژوند بدل شوی او یو شمېر ګاونډیانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د راپور له مخې، د طالبانو استازی سید مصطفی هاشمي څو میاشتې وړاندې د افغانستان قونسلګرۍ ودانۍ ته داخل شوی او له هغه وخت راهیسې د سیمې فضا ورو ورو بدله شوې ده.
اشپیگل لیکلي چې دغه ودانۍ په یوې ارامې کوڅه کې د دېوالونو تر شا موقعیت لري او له بهر څخه د عادي درې پوړیز کور په څېر ښکاري، خو اوس پکې د طالبانو استازی مېشت دی.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکو مجلې ته ویلي چې د هغه له راتګ وروسته د محلې وضعیت نور د پخوا په څېر نه دی پاتې شوی.
د سیمې اوسېدونکي ورنر ماخلایدت ویلي، کله چې یې د لومړي ځل لپاره د طالبانو استازی ولید، له ځانه سره یې وویل: «دلته څه روان دي؟»
هغه زیاته کړې چې د خپل سپي د ګرځولو پر مهال، یوه سړي چې دودیزې جامې یې اغوستې وې، ترې غوښتي وو چې له پلي لارې ووځي او له سپي سره سړک ته لاړ شي.
اشپیگل لیکلي چې ځینې اوسېدونکي اوس احساس کوي تر څار لاندې دي او حتی ماشومانو ښوونځي ته د تګ راتګ لارې بدلې کړې دي.
د اوسېدونکو په وینا، یو شمېر کورنیو د خپلو کورونو پردې ښکته کړي او د قونسلګرۍ ودانۍ ته له نږدې کېدو ډډه کوي.
د سیمې یوې ښځې اشپیگل ته ویلي: «یوازې دا چې هغه اوس زموږ په کوڅه کې دی، زما لپاره د منلو وړ نه ده او زما له ارزښتونو سره برابر نه دی.»
د راپور له مخې، ګاونډیانو د همغږۍ لپاره واټساپ ګروپ جوړ کړی او نږدې هره ورځ د قونسلګرۍ شاوخوا د پارک شوو موټرو په اړه د ښار نظم ادارې ته زنګ وهي.
دوی ښاروال ته لیک هم استولی او حتی د آلمان پارلمان ته د عرضپاڼې د وړاندې کولو په اړه فکر کوي.
اشپیگل لیکلي چې د قونسلګرۍ د وضعیت له بدلون وروسته، د ودانۍ شاوخوا د موټرو تګ راتګ او پارک زیات شوی او د آلمان، سویس او هالند بېلابېل نمبرپلېټونه لیدل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې سید مصطفی هاشمي د هرات اوسېدونکی دی او د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د ډیپلوماتیک پاسپورټ او ویزې له لارې آلمان ته داخل شوی دی.
اشپیگل همداراز لیکلي چې د افغان کډوالو اړوند میلیونونه معلومات، شخصي دوسیې او اسناد د همدې استازولۍ په سرورونو کې ساتل کېږي؛ هغه مسئله چې د یو شمېر افغان کډوالو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
دغه پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې آلمان طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني او له دې ډلې سره رسمي سیاسي همکاري نه لري.
په ورته وخت کې، د آلمان حکومت په وروستیو میاشتو کې کابل ته د یو شمېر افغان کډوالو د ایستلو په اړه هم بحثونه تعقیب کړي دي.














