
د ماشومانو د ملاتړ د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه دوام وکړي، هېواد به تر ۲۰۳۰ کال پورې د څه باندې ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.
د یونیسف د نوي راپور له مخې، دا وضعیت نه یوازې د نجونو تعلیمي راتلونکی محدودوي، بلکې د لومړنیو زده کړو، د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدماتو او اساسي ټولنیزو خدمتونو راتلونکی هم له جدي خطر سره مخ کوي.
راپور وایي چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې، د نجونو د منځنیو زده کړو تر بندېدو وروسته، له یو میلیون څخه زیاتې نجونې له زده کړو پاتې شوې دي.
همداراز، په ملکي خدماتو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷.۷ سلنې ته په ۲۰۲۵ کې راکمه شوې ده.
یونیسف اټکل کوي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ پورې شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او له ۵۴۰۰ څخه زیاتې ښځینه روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
دغه بنسټ خبرداری ورکوي چې دا کمښت به د میلیونونو ښځو او ماشومانو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نور هم محدود کړي، په ځانګړي ډول داسې ټولنه کې چې ګڼې ښځې نارینه روغتیاپالانو ته اسانه لاسرسی نه لري.
راپور دا وضعیت یوازې د حقونو موضوع نه، بلکې د افغانستان د انساني، اقتصادي او خدماتي راتلونکي لپاره ژور بحران بولي.











