
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو اعلان کړی چې هغه د پروسټات په سرطان اخته و او یو بدخیم تومور ترې لرې شوی دی.
دا موضوع د هغه د کلني طبي راپور له خپرېدو وروسته څرګنده شوه.
نتانیاهو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې ډاکترانو دغه تومور په لومړیو پړاوونو کې تشخیص کړی او د درملنې وروسته ستونزه په بشپړ ډول حل شوې ده.
هغه ټینګار کړی چې اوس په «ډېر ښه فزیکي حالت» کې دی.
د اسرائیل لومړي وزیر زیاته کړه چې د خپلو طبي معلوماتو خپرول یې د جګړې د شرایطو له امله ځنډولي وو، څو د تبلیغاتي استفادې مخه ونیسي.
دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې نوموړی تمه ده ژر سپینې ماڼۍ ته سفر وکړي، په داسې وخت کې چې د سیمې د روان بحران د حل لپاره هڅې روانې دي.











