Donate
جمعه, نوومبر 13, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه امنیت

طالبانو په هرات کې د دوو وژل شویو کسانو جسدونه وګرځول؛ د بشري حقونو په اړه نوې اندېښنې راپورته شوې

په واسطه د Satayesh Marzapoor
جون 5, 2026
0
A A
0
طالبان اجساد دو مرد را پس از درگیری در سطح شهر هرات به نمایش گذاشتند

طالبانو د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ له پېښې وروسته د دوو وژل شویو کسانو جسدونه د ښار په بېلابېلو سیمو کې وګرځول؛ هغه اقدام چې د خلکو او د بشري حقونو د فعالانو ترمنځ یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د پنجشنبې په ورځ د طالبانو وسله والو د دغو دوو کسانو وینې لړلي جسدونه د یوه پوځي رنجر موټر په شا برخه کې ځای پر ځای کړل او د هرات ښار په ګڼو واټونو او سیمو کې یې وګرځول.

طالب چارواکو ادعا کړې چې وژل شوي کسان «وسله وال غله» وو او د یوې وسله والې غلا پر مهال د طالبانو له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه د دغو کسانو هویت، د پېښې بشپړ جزئیات او د لګول شویو تورونو په اړه کوم مستقل شواهد نه دي خپاره کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي چې جسدونه د خلکو د لیدو لپاره ښکاره ایښودل شوي وو او ګڼ شمېر خلک یې نندارې ته راټول شوي وو.

د طالبانو د هرات امنیې قوماندانۍ هم د یوې ویډیو په خپرولو سره د پېښې پخلی کړی او ادعا یې کړې چې وژل شوي کسان په وسله والو غلاوو کې ښکېل وو.

یو شمېر د هرات اوسېدونکي وایي چې د دغو صحنو لیدلو په ځانګړي ډول پر ماشومانو، ښځو او کورنیو منفي رواني اغېزې کړې دي.

ځینو اوسېدونکو ویلي چې د جسدونو ښکاره ننداره په ټولنه کې د وېرې او اضطراب د زیاتېدو لامل ګرځي او د خلکو د ذهني سلامتۍ لپاره زیانمنه ده.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان له دې ډول کړنلارې کار اخلي.

په تېرو کلونو کې هم په هرات او د افغانستان په نورو ولایتونو کې ورته پېښې ثبت شوې دي.

طالبان تل استدلال کوي چې د داسې اقداماتو موخه د جرمونو مخنیوی او نورو ته عبرت ورکول دي.

د طالبانو د هرات امنیې قوماندانۍ د شمېرو له مخې، یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۸۲ کسان په دې ولایت کې د غلا په تور نیول شوي دي.

طالبان دا شمېرې د جنايي جرمونو پر ضد د خپلو عملیاتو د پراخېدو نښه بولي.

خو د بشري حقونو بنسټونه او منتقدان بیا ټینګار کوي چې د جسدونو نندارې ته وړاندې کول د انساني کرامت له اصولو او نړیوالو بشري معیارونو سره په ټکر کې دي.

دوی وایي چې د عدالت پلي کول باید د قانوني او قضایي اصولو له لارې ترسره شي، نه د هغو لارو چارو له مخې چې د خلکو ترمنځ ویره خپروي.

د هرات وروستۍ پېښه یو ځل بیا په افغانستان کې د عدالت د تطبیق، د جرمونو پر وړاندې د چلند او د انساني کرامت د رعایت په اړه بحثونه راژوندي کړي دي.

شنونکي باور لري چې د جرمونو د مخنیوي او د ټولنیز نظم د ساتلو تر څنګ، د بشري حقونو او انساني ارزښتونو رعایت هم د هرې ادارې لپاره مهم اصل ګڼل کېږي.

جبهه متحد افغانستان: په تېرو ۱۰۰ ورځو کې مو د طالبانو پر ضد ۱۱۶ عملیات کړي

فصیح الدین فطرت: د طالبانو مخالفې جبهې د پاکستان په ملاتړ فعالیت کوي

بې پولې خبریالان: د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ څانګه خبریالان څاري، ګواښي او شکنجه کوي

شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

جبهه متحد افغانستان مدعی انجام ۱۱۶ عملیات نظامی علیه طالبان در ۲۳ ولایت شد
افغانستان

جبهه متحد افغانستان: په تېرو ۱۰۰ ورځو کې مو د طالبانو پر ضد ۱۱۶ عملیات کړي

نوومبر 8, 2026
فصیح‌الدین فطرت مخالفان مسلح طالبان را به دریافت حمایت از پاکستان متهم کرد
افغانستان

فصیح الدین فطرت: د طالبانو مخالفې جبهې د پاکستان په ملاتړ فعالیت کوي

نوومبر 8, 2026
گزارشگران بدون مرز: شعبه ۰۱۵ استخبارات طالبان خبرنگاران را زیر نظر می‌گیرد و شکنجه می‌کند
افغانستان

بې پولې خبریالان: د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ څانګه خبریالان څاري، ګواښي او شکنجه کوي

نوومبر 5, 2026
ترامپ: امریکا می‌تواند تأسیسات هسته‌ای باقی‌مانده ایران را در ۱۰ دقیقه هدف قرار دهد
امنیت

ټرمپ: د ایران پاتې اټومي تاسیسات په ۱۰ دقیقو کې په نښه کولی شو

نوومبر 1, 2026
درگیری مرزی پاکستان و طالبان پس از اصابت گلوله به خانه ای در انگور اده
امنیت

پاکستان وايي د طالبانو څو سرحدي پوستې یې د یوه ملکي وګړي تر وژل کېدو وروسته ویجاړې کړې

اکتوبر 28, 2026
حقوق‌دان دادگاه مردمی زنان افغانستان درباره عادی‌سازی طالبان هشدار داد
افغانستان

د افغان ښځو د ولسي محکمې قاضي له طالبانو سره د اروپا د نږدېوالي په اړه خبرداری ورکړی

اکتوبر 27, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
وزیر صحت طالبان: در ۳۱۸ ولسوالی افغانستان شفاخانه در سطح ولسوالی وجود ندارد

جلالي: ۳۱۸ ولسوالۍ عمومي روغتونونه نه لري

نوومبر 12, 2026
جان بس: بی‌توجهی به افغانستان می‌تواند امنیت ملی امریکا را تهدید کند

جان بس: د افغانستان له پامه غورځول د امریکا امنیت ګواښلی شي

نوومبر 12, 2026
مقام طالبان: روزی مردم افغانستان جهان را نجات خواهند داد

د طالبانو چارواکی: یوه ورځ به افغانان نړۍ وژغوري

نوومبر 11, 2026
پوتین: وضعیت افغانستان در اولویت نظارت امنیتی پیمان امنیت جمعی قرار دارد

پوتین: د افغانستان وضعیت زموږ د امنیتي اندېښنو په مرکز کې دی

نوومبر 11, 2026
هگست خروج امریکا از افغانستان را «فاجعه‌ای برای اعتبار این کشور» خواند

هګسېټ: له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته فاجعه وه

نوومبر 10, 2026
اجساد هشت مهاجر در منطقه مرزی ترکیه با ایران پیدا شد

د ترکیې او ایران پر پوله اته جسدونه موندل شوي

نوومبر 9, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

وزیر صحت طالبان: در ۳۱۸ ولسوالی افغانستان شفاخانه در سطح ولسوالی وجود ندارد
افغانستان

جلالي: ۳۱۸ ولسوالۍ عمومي روغتونونه نه لري

نوومبر 12, 2026
جان بس: بی‌توجهی به افغانستان می‌تواند امنیت ملی امریکا را تهدید کند
افغانستان

جان بس: د افغانستان له پامه غورځول د امریکا امنیت ګواښلی شي

نوومبر 12, 2026
مقام طالبان: روزی مردم افغانستان جهان را نجات خواهند داد
افغانستان

د طالبانو چارواکی: یوه ورځ به افغانان نړۍ وژغوري

نوومبر 11, 2026

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS