د جرمونو زیاتوالی؛ کابل کې یو بانکي مدیر ووژل شوایا د امنیت وضعیت له کنټروله وتلی؟

په کابل ښار کې نامعلومو کسانو د افغان یونایټډ بانک د یوې څانګې مدیر په چاقو وژلی دی.

د ځایي سرچینو په وینا، دا پېښه د کابل د یولسمې حوزې اړوند د خیرخانې د قلعه نجارانو په سیمه کې رامنځته شوې ده. وژل شوی کس برکت‌الله کوهستاني نومېده او د کار ځای ته د تلو پر مهال پرې برید شوی.

سرچینې وایي چې بریدګرو وروسته د هغه جسد یوې نږدې خونې ته انتقال کړی او پټ کړی و. د راپور له مخې، د مقتول پلار د موبایل تلیفوني تعقیب له لارې د خپل زوی جسد موندلی دی.

برکت کوهستاني د خپلې کورنۍ یوازینی زوی او د دوو ماشومانو پلار و. تر اوسه د دې پېښې انګېزه او عاملان نه دي روښانه شوي.

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، په داسې حال کې چې وروستیو کې په کابل او نورو سیمو کې جنایي پېښې زیاتې شوې دي.

Exit mobile version