اسرائیلو ایران ته خبرداری ورکړتر ماښام پورې له اورګاډي او پټلۍ لرې اوسئ

د اسرائیل پوځ په یوه رسمي بیان کې د ایران خلکو ته خبرداری ورکړی چې د سې‌شنبې تر ماښام پورې دې له اورګاډو کار وانخلي او د رېل پټلۍ ته دې نږدې نه کېږي.

په بیان کې راغلي چې دا خبرداری د امنیتي دلایلو له مخې ورکړل شوی، خو د احتمالي ګواښ په اړه نور جزییات نه دي شریک شوي.

تر اوسه د ایران رسمي چارواکو د دې خبرداري په اړه څه نه دي ویلي، خو دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د شنونکو په باور، دا ډول خبرداري کولی شي هم د احتمالي پوځي اقدام نښه وي او هم د رواني فشار یوه برخه وي.

Exit mobile version