کوستا: د انرژۍ تاسیساتو هدف ګرځول د منلو وړ نه دي

د اروپايي اتحادیې د شورا رئیس انتونیو کوستا د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د جګړې د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

هغه په یوه پیغام کې ویلي چې د ملکي زیربناوو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تاسیساتو هدف ګرځول «غیرقانوني او د منلو وړ نه» دي.

کوستا ټینګار کړی چې دا اصل نه یوازې د ایران په اړه، بلکې د هرې جګړې لپاره صدق کوي، لکه د روسیې او اوکراین جګړه.

هغه ویلي چې ملکي خلک تر ټولو ډېر زیان ویني او که جګړه نوره هم پراخه شي، د ایران ولس به لومړني قربانیان وي.

د اروپايي اتحادیې رئیس ویلي چې له ایراني ولسمشر سره په خبرو کې یې غوښتنه کړې چې ایران دې ژر تر ژره پر سیمه‌ییزو هېوادونو خپل بریدونه ودروي او د هرمز تنګي کې د کښتيو د تګ راتګ ازادي تأمین کړي.

هغه زیاته کړې چې د کړکېچ زیاتول به سوله او اوربند ته لار هواره نه کړي او د سیمې د هېوادونو د سولې هڅې باید پیاوړې شي.

Exit mobile version