پاکستان: د «غضب للحق» عملیاتو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي

د تلویزیون نیمروز د معلوماتو له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله ترار ویلي چې د «غضب للحق» په نوم عملیاتو کې افغان طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

هغه د یکشنبې په ورځ په اکس کې لیکلي چې د خپرو شویو شمېرو له مخې، په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۷۹۶ طالبان وژل شوي او تر ۱۰۴۳ زیات نور ټپیان شوي دي.

د ترار په وینا، په دغو نښتو کې د طالبانو ۲۸۶ پوستې ویجاړې شوې، ۴۴ نورې نیول شوې او ۲۴۹ ټانکونه، زغره‌وال وسایط، توپونه او بې‌پیلوټه الوتکې له منځه وړل شوې دي.

هغه همدارنګه ادعا کړې چې ۸۱ وسله‌وال او د هغوی د ملاتړ مرکزونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

د هغه په وینا، د اپریل په دویمه او درېیمه شپه د غلام‌خان په سیمه کې پر یوې سرحدي پوستې د طالبانو برید هم ناکام شوی او په بشپړه توګه شنډ شوی دی.

هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې هم لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو په رسمي ډول د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

Exit mobile version