سپاه: تنگه هرمز هرگز به حالت سابق باز نخواهد گشت

د تلویزیون نیمروز د معلوماتو له مخې، د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندانۍ اعلان کړی چې د هرمز تنګی به هېڅکله پخواني حالت ته ونه ګرځي، په ځانګړي ډول د امریکا او اسرائیل لپاره.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د سپاه سمندري ځواک د ایران د چارواکو له لوري د خلیج فارس لپاره د «نوي نظم» د رامنځته کولو پر طرحه کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې ایران ته تر سه‌شنبې ماښامه پورې وخت ورکړل شوی چې د هرمز تنګی پرانیزي، که نه نو د دې هېواد حیاتي زیربناوې به هدف وګرځي.

په وروستیو کې د هرمز تنګي پر سر کړکېچونه زیات شوي او د سیمې د امنیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

Exit mobile version