د تلویزیون نیمروز د معلوماتو له مخې، د ننګرهار او میدان وردک ولایتونو کې د څو کورونو د چتونو د نړېدو له امله لږ تر لږه ۹ تنه مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو اړوندو رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښې د دوشنبې په ورځ، د حمل په ۱۷مه، رامنځته شوې دي.
د ننګرهار د والي دفتر ویلي چې د پچیراګام، خوګیاني او سپینغر ولسوالیو کې د درې کورونو د چتونو د نړېدو له امله ۶ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همدارنګه په میدان وردک ولایت کې، د جغتو ولسوالۍ کې د سختو بارانونو له امله د یوه کور چت نړېدلی چې په پایله کې یوه ښځه او دوه ماشومان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، له ټپیانو څخه ۷ تنه په ننګرهار او ۲ تنه په میدان وردک کې دي.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته شوې چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سیلابونو پراخ زیانونه اړولي او د خلکو کورونه، کرنیزې ځمکې او زیربناوې یې زیانمنې کړې دي.
