د طالبانو مشر په یوه فرمان کې یو پلاوی ټاکلی چې په دولتي ادارو کې د بهرنیو اصطلاحاتو د کارونې ارزونه وکړي او بدیلونه ورته ومومي.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي چې دا پلاوی د څو ادارو استازو څخه جوړ دی، چې پکې د عدلیې، لوړو زدهکړو، معارف، اطلاعاتو او کلتور وزارتونه او د علومو اکاډمي شامل دي.
د فرمان له مخې، هغه بهرني اصطلاحات چې په دولتي ادارو کې کارول کېږي، باید وڅېړل شي او د دلایلو په وړاندې کولو سره ورته بدیلونه وړاندې شي.
په دې فرمان کې ټینګار شوی چې د دغو اصطلاحاتو پر ځای دې «اسلامي او افغاني» کلمې وکارول شي.
طالبانو د دغو اصطلاحاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې طالبانو مخکې هم ځینې اصطلاحات، لکه «پوهنتون»، له رسمي لوحو څخه لرې کړي وو.
