په کابل ښار کې نامعلومو کسانو د افغان یونایټډ بانک د یوې څانګې مدیر په چاقو وژلی دی.
د ځایي سرچینو په وینا، دا پېښه د کابل د یولسمې حوزې اړوند د خیرخانې د قلعه نجارانو په سیمه کې رامنځته شوې ده. وژل شوی کس برکتالله کوهستاني نومېده او د کار ځای ته د تلو پر مهال پرې برید شوی.
سرچینې وایي چې بریدګرو وروسته د هغه جسد یوې نږدې خونې ته انتقال کړی او پټ کړی و. د راپور له مخې، د مقتول پلار د موبایل تلیفوني تعقیب له لارې د خپل زوی جسد موندلی دی.
برکت کوهستاني د خپلې کورنۍ یوازینی زوی او د دوو ماشومانو پلار و. تر اوسه د دې پېښې انګېزه او عاملان نه دي روښانه شوي.
د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، په داسې حال کې چې وروستیو کې په کابل او نورو سیمو کې جنایي پېښې زیاتې شوې دي.

