سېلابونو ژوندونه واخیستلکورنۍ د غم او بې‌سرنوشته حالت سره مخ دي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، ۷ تنه نور لادرکه دي او د زیربناوو او کورونو ته پراخ زیان اوښتی دی.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي ادارې ویاند، محمدیوسف حماد، ویلي چې وروستیو بارانونو دا مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه زیاته کړه چې ژغورنې هڅې روانې دي، خو په ځینو سیمو کې لا هم خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.

Exit mobile version