افغانه فلم جوړوونکې او ډایرکټره شهربانو سادات د توکیو په نړیوال فلمي جشنواره کې د سینما په صنعت کې د ښځو پر وړاندې د جوړښتي تبعیض په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ښځینه او نارینه فلم جوړوونکو ترمنځ نابرابري د پروژو د پراختیا او بودجې د برابرولو له پړاوونو پیلېږي.
سادات چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، د ښځو د سینما د راتلونکي په اړه یوې غونډې ته ویلي چې د بودجې کمښت او د تمویل کوونکو بنسټونو ناپوهي د دې نابرابرۍ له مهمو لاملونو څخه دي.
هغې په افغانستان کې د فلم جوړولو پر وړاندې د خنډونو په اړه ویلي: «د کلتور یوه مافیا شته چې له زړو نارینه وو څخه جوړه ده او تاسو د یوې ښځې په توګه هېڅکله نه شئ کولای دې ډلې ته لار پیدا کړئ.» د هغې په وینا، ښځې د نارینه وو په څېر فرصتونو او امتیازونو ته د لاسرسي لپاره اړ کېږي چې تسلیم شي او جوړجاړی وکړي.
دغه افغانه ډایرکټره وايي، د خپل مسلکي فعالیت د دوام لپاره یې د اروپا له فلمي صنعت سره همکاري پیل کړې؛ خو د هغې په خبره، د اروپا د سینما د تمویل په سیستم کې هم د ښځو پر وړاندې تبعیض شته.
سادات ویلي: «په افغانستان کې فلم جوړول جرم دی. په اروپا کې وضعیت دومره سخت نه دی، خو تبعیض بنسټیز دی او د نظام په جوړښت کې ځای لري.»
نوموړې چې سږ کال د وېنېز فلمي جشنوارې د سیالۍ برخې د منصفه پلاوي غړې هم وه، په دغه سیالۍ کې د ښځو پر کم رنګه حضور نیوکه کړې ده. د هغې په وینا، د سیالۍ په برخه کې له ۲۰ نندارې ته وړاندې شویو فلمونو څخه یوازې یو یې یوې ښځینه ډایرکټرې جوړ کړی و.
دغه فلم، «نااشنا ښځه»، د می الطوخي په لارښوونه جوړ شوی و او په پای کې یې د وېنېز جشنوارې د سرو زرو زمری جایزه ترلاسه کړه.
سادات ویلي چې د ځینو نارینه ډایرکټرانو فلمونه، سره له دې چې د کیفیت له پلوه کمزوري وو، د سیالۍ برخې ته ومنل شول؛ خو د ښځینه فلم جوړوونکو اثار له سختو معیارونو سره ارزول کېږي.
هغې د دې خبرې په ټینګار چې «ښځینه ډایرکټرانې اجازه نه لري بد فلم جوړ کړي»، د ښځو لپاره د برابر فرصت غوښتنه کړې ده، څو وکولای شي په خپل مسلکي مسیر کې تجربه وکړي او ان تېروتنې هم وکړي.
د شهربانو سادات نوی فلم «ښه سړي نشته» د برلین د ۷۶م نړیوال فلمي جشنوارې پرانیستونکی فلم و او وروسته د توکیو په نړیواله فلمي جشنواره کې هم نندارې ته وړاندې شو.
سادات په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي چې د جګړو د پایلو او د ژوند د لومړنیو ستونزو له امله، د دغه هېواد خلک تر ډېره د راتلونکي پر ځای د اوسني ژوند پر ژوندي پاتې کېدو تمرکز کوي.
هغې په عین حال کې ټینګار کړی چې بدلون له کوچنیو ګامونو پیلېدای شي، خو د رامنځته کېدو لپاره یې باید یوه تدریجي او اوږدمهاله پروسه په پام کې ونیول شي.














