ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي په چټکۍ د خرابېدو په حال کې دي او دا بحران نور یوازې یوه موسمي ستونزه نه شي ګڼل کېدای. د خوړو د خوندیتوب د تازه اټکل له مخې، په افغانستان کې تر ۱۹.۲ میلیونو ډېر کسان له سختې خوړو ناامنۍ سره مخ دي او پنځه میلیونه نور به د لوږې اضطراري پړاو ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د ګډې طبقه بندۍ تازه وړاندوینې د دغه بحران پراخوالی څرګندوي.
د دوجاریک په وینا، اټکل کېږي چې څلور میلیونه ماشومان او یو میلیون او درې سوه زره میندې به هم له خوارځواکۍ سره مخ شي. په ورته وخت کې، د افغانستان شاوخوا درېیمه برخه روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه درېدلي دي. په دغو مرکزونو کې د خوارځواکۍ د درملنې ۸۱۵ مرکزونه هم شامل دي. د دې وضعیت له امله ښځو او ماشومانو ته د حیاتي روغتیايي او تغذیوي خدمتونو لاسرسی محدود شوی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند زیاته کړه چې د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي د اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتووالی نیسي، خو اوسنۍ مالي سرچینې یوازې د پنځو میلیونو اړمنو کسانو له ډلې د یوه میلیون کسانو د مرستې لپاره بسنه کوي.
د هغه په وینا، د خوړو نړیوال پروګرام په راتلونکو شپږو میاشتو کې د دې بحران د مدیریت لپاره ۵۴۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دغه خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې په افغانستان کې میلیونونه کسان له خوړو ناامنۍ سره مخ دي او د روغتیايي مرکزونو، په ځانګړي ډول د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونو، تړل کېدو د زیانمنو کورنیو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
د بشري مرستو لپاره د بودجې کمښت هم د مرستندویه ادارو وړتیا محدودوي چې د ژمي پر مهال د اړمنو خلکو اړتیاوو ته ځواب ووایي.








