د چین د شانډونګ سیمې څخه د افغانستان په شمال کې د حیرتان بندر پر لور لومړی ځانګړی سوداګریز اورګاډی روان شوی دی. د راپور له مخې، دغه اورګاډی د شاوخوا اته میلیونه چینایي یوانو په ارزښت سوداګریز توکي لېږدوي او تمه ده چې نږدې ۲۰ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېږي.
د چین د شین هوا خبري اژانس د راپور له مخې، په دې بار کې ټوکران، کیمیاوي خام مواد، وسایل او ساختماني ماشینونه شامل دي چې د چین د لینی ښار تولیدات دي.
دغه اورګاډی به د قزاقستان او ازبکستان له لارې تېر شي او د ترمذ له سرحدي مسیر څخه به افغانستان ته داخل شي. تمه ده چې په پای کې د بلخ ولایت حیرتان بندر ته ورسېږي. دا لومړی ځل دی چې له شانډونګ څخه حیرتان ته ځانګړی سوداګریز اورګاډی لېږد پیلوي.
تر دې مخکې له شانډونګ څخه افغانستان ته د توکو لېږد تر ډېره د سړک له لارې یا د سړک او رېل پټلۍ د ګډ مسیر په کارولو ترسره کېده. د راپور له مخې، دغو لارو د لېږد لګښتونه لوړول او د توکو د رسېدو وخت یې په دقیقه توګه اټکل کېدای نه شو.
چینایي چارواکي وايي، د دې نوي مسیر فعالېدل کولای شي د توکو د لېږد لګښتونه راکم او د شانډونګ او افغانستان ترمنځ سوداګري اسانه کړي.
خو د لګښتونو د احتمالي کمښت اندازه او د دې مسیر عملي اغېز به د راتلونکو بارونو د لېږد د پایلو او د مسیر د فعالیت له څرنګوالي سره تړاو ولري.








