د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ په افغانستان کې د نشه يي توکو د استعمال له امله د رامنځته شویو اختلالاتو د درملنې د خدمتونو د پیاوړتیا لپاره یو پروګرام پلي کوي. د دغه سازمان په وینا، تر اوسه د ۱۹۲ ښځو په ګډون ۵۵۱ روغتیايي کارکوونکو په دې پروګرام کې روزنه ترلاسه کړې ده.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۳۰مه، ویلي چې د روزنې موخه په روغتیايي مرکزونو کې د نشه يي توکو د استعمال له امله د رامنځته شویو اختلالاتو او رواني روغتیايي ستونزو د پېژندلو او مدیریت وړتیا لوړول دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه پروګرام د اروپايي ټولنې د بودجې په برابرولو سره د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې پیل شوی او عملي فعالیتونه یې، په ګډون د روغتیايي کارکوونکو روزنه، له ۲۰۲۳ کال راهیسې روان دي. دا طرحه د سازمان له همکارو بنسټونو سره په ګډه پلې کېږي او موخه یې د روږدو کسانو د درملنې د ځانګړو مرکزونو د وړتیا لوړول او د خدمتونو د کیفیت ښه کول دي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي چې ښځې د دې شمېرې ۳۵ سلنه جوړوي. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په افغانستان کې نږدې دوه پر درېیمه برخه د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه یوازې نارینه مني. دا وضعیت د روږدو ښځو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له مهمو ستونزو څخه ګرځوي.
د ملګرو ملتونو په راپورونو کې فقر، بېکاري او اقتصادي فشارونه د هغو عواملو په توګه یاد شوي چې روږدي کسان یې د نشه يي توکو د استعمال د دوام له لاملونو ګڼي. د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو ناتواني هم د دوی ستونزې زیاتوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روغتیايي کارکوونکو روزنه کولای شي له مرکزونو سره مرسته وکړي چې د نشه يي توکو له استعمال څخه د زیانمنو کسانو او ټولنو اړتیاوې په ښه توګه وپېژني او د درملنې او رغېدو لپاره ورته مناسب خدمتونه وړاندې کړي.
















