د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ کارول د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو په کمولو، د سرچینو په ښه مدیریت او د بزګرانو د ژوند د شرایطو په ښه کولو کې مرسته کړې ده.
دغه سازمان د خوړو د نړیوالې ورځې په درشل کې په کندز، فاریاب، پکتیا، تخار، بامیان او هرات ولایتونو کې شپږ داسې تجربې معرفي کړې دي چې موخه یې د اوبو اغېزمنه کارونه، د کرنیزو محصولاتو ښه ساتنه او د طبیعي سرچینو خوندیتوب دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د راپور له مخې، په کندز کې د لېزر په وسیله د ځمکې د هوارولو ماشینونه کارول کېږي، څو د اوبو لګولو او سرې وېش په کروندو کې لا منظم او یوشان شي. دغه سازمان وايي، له ۲۰۲۵ کال راهیسې یې د اوبو لګولو د ټولنو لپاره دغو وسایلو ته ګډ لاسرسی برابر کړی او له ۲۳ زرو څخه ډېرو کرنیزو کورنیو له دې امکاناتو ګټه اخیستلې ده.
په پکتیا کې د مېوهلرونکو ونو له کرنې سره د څارویو لپاره د علوفې د بوټو یوځای کرل بزګرانو ته دا زمینه برابروي چې له یوې ځمکې څخه هم د مېوو د تولید او هم د څارویو د خوراک د برابرولو لپاره ګټه واخلي.
دغه سازمان د مېوو او سبزیو د ساتنې لپاره د لمریزې انرژۍ وچوونکو وسایلو رول هم مهم بللی دی. دا وسایل له ښځو سره مرسته کوي چې خپل محصولات د ژمي د مصرف لپاره وساتي یا یې بازار ته وړاندې کړي. د راپور له مخې، په هغو کورنیو کې چې دغه وسایل یې ترلاسه کړي، د حاصل له ټولولو وروسته د محصولاتو منځنۍ ضایعات له شاوخوا ۲۶ سلنې څخه اوو سلنې ته راکم شوي دي. همدارنګه، نږدې څلورمه برخه دغو کورنیو د خپلو وچو شویو محصولاتو یوه برخه پلورلې ده.
په بامیانو کې د لمر په وسیله چلېدونکي بخارۍ د خوړو د پخولو او د اوبو د ایشولو لپاره کارول کېږي. د دغه سازمان په وینا، دا طریقه د لرګیو او بوټو اړتیا کمولای شي؛ هغه سرچینې چې له اندازې زیاته کارونه یې پر څړځایونو او نباتي پوښښ فشار زیاتوي.
په هرات کې د انګورو د وچولو ځانګړو ودانیو د لوړ کیفیت ممیزو په تولید کې مرسته کړې ده. د دغو تاسیساتو کاروونکو بزګرانو ویلي چې د انګورو د وچېدو موده له شاوخوا ۳۰ ورځو څخه ۱۵ ورځو ته راکمه شوې او د محصولاتو ضایعات له ۴۰ تر ۵۰ سلنې څخه ۱۰ تر ۱۵ سلنې ته راښکته شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په خپل راپور کې د هغو زېرمتونونو یادونه هم کړې چې د محصولاتو د ساتلو لپاره انرژۍ ته اړتیا نه لري. په دغو زېرمتونونو کې پیاز، مڼې او کچالو ساتل کېږي. د مناسبو جوړښتي ځانګړتیاوو او د هوا د طبیعي جریان له لارې د زېرمتونونو دننه تودوخه نسبتاً متوازنه پاتې کېږي او د محصولاتو د ژر خرابېدو مخه نیول کېږي.
د دغو تجربو معرفي کېدل د خوړو د نړیوالې ورځې له رارسېدو سره هممهاله دي. دغه ورځ هر کال د اکتوبر پر ۱۶مه لمانځل کېږي او د ۲۰۲۶ کال شعار یې «نن نوښت وکړو، سبا ته خواړه برابر کړو» ټاکل شوی دی.
دا تجربې ښيي چې د سیمهییزو شرایطو له اړتیاوو سره برابرې ټکنالوژۍ د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو په کمولو او د سرچینو په اغېزمنه کارونه کې مهم رول لرلای شي. خو د دغو لارو چارو د ګټو د پراخېدو لپاره اړینه ده چې لا ډېرو بزګرانو ته یې د کارولو امکانات برابر شي.
















