په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن وایي، افغانستان او روسیه د افغان محصولاتو لپاره د روسیې په بازار کې د لا پراخ حضور د زمینه برابرولو لپاره پر ګډو هڅو کار کوي.
ګل حسن د «شمالي قفقاز؛ د خبرو، دودونو او پرمختګ لپاره فضا» په نوم د نهم نړیوال فورم په ترڅ کې ویلي چې د طالبانو او روسیې ترمنځ د همکارۍ ګڼ فرصتونه شته چې تر اوسه په بشپړ ډول عملي شوي نه دي.
د هغه په وینا، دواړه لوري د افغان سوداګرو لپاره د روسیې د ویزو د ترلاسه کولو د مناسبو شرایطو پر رامنځته کولو او په ټوله روسیه کې د افغانستان د محصولاتو د بازار د رامنځته کولو، پراختیا او پیاوړتیا لپاره کار کوي.
ګل حسن شمالي قفقاز د روسیې د مصرف کوونکو لپاره د افغان توکو د لا زیات لاسرسي په برخه کې مهم ظرفیت بللی او ویلي یې دي چې دغه سیمه کولی شي د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي همکاري پیاوړې کړي.
روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو حکومت په رسمي توګه وپېژاند او په دې توګه لومړنی هېواد شو چې دا کار یې وکړ. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو چې دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ، اقتصاد، انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او زیربناوو کې د همکارۍ لپاره زمینه برابروي.
سره له دې، د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا پر وړاندې د بانکي راکړو ورکړو، ویزو، سیمه ییز امنیت او د سوداګرۍ او لېږد رالېږد اړوند ستونزې لا هم د مهمو خنډونو په توګه مطرح دي.
د افغان محصولاتو لپاره په روسیه کې د بازار پراخول او د سوداګرو د تګ راتګ اسانتیاوې لا هم د دواړو لورو د اقتصادي همکاریو له مهمو بحثونو څخه دي.















