د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اماني صندوق اعلان کړی چې ناروې د دې صندوق لپاره شاوخوا ۲.۶ میلیونه ډالره نوې مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو اماني صندوق د ناروې له نوې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد دوامداره ملاتړ د ملګرو ملتونو له ادارو سره مرسته کوي څو په افغانستان کې خلکو ته لا ډېر خدمات وړاندې کړي.
د صندوق د رسمي معلوماتو له مخې، افغانستان ته د ناروې ټولې مرستې تر دې دمه له ۴۹.۳ میلیونه ډالرو اوښتې دي. ناروې له سویډن او جرمني وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دغه ځانګړي صندوق درېیم لوی مرسته کوونکی هېواد بلل کېږي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۱۶ مرسته کوونکو هېوادونو په ګډه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اماني صندوق ته له ۲۷۷ میلیونو ډالرو ډېره مرسته ورکړې ده.
د ناروې حکومت ویلي چې د دې هېواد مرستې په مستقیم ډول د طالبانو په واک کې نه ورکول کېږي، بلکې د څو اړخیزو بنسټونو او نادولتي سازمانونو له لارې د افغانستان خلکو ته رسېږي.
ناروې همداراز ټینګار کړی چې ښځو او نجونو ته خدماتو ته برابر لاسرسی، په افغانستان کې د بشري مرستو له پروګرامونو څخه د دغه هېواد د ملاتړ له مهمو شرطونو څخه دی.
د ناروې نوې مرسته په داسې وخت کې اعلانېږي چې بشري مرستندویه ادارې لا هم په افغانستان کې میلیونونو خلکو ته د اساسي خدماتو د وړاندې کولو او د اړتیا وړ مالي سرچینو د برابرولو لپاره پر نړیوالو مرستو تکیه کوي.
د دې مرستې دوام د افغانستان د بشري وضعیت په برخه کې د نړیوال مالي ملاتړ اهمیت هم څرګندوي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې مرستندویه بنسټونه هڅه کوي د خلکو لومړنیو اړتیاوو ته د محدودو مالي سرچینو له لارې ځواب ووایي.
















