د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس فدراسیون وایي، نایب مبارز په تایلنډ کې د دغې برخې د اسیایي سیالیو د ټولو قاضیانو رایې ترلاسه کړې او د ۲۰۲۶ کال د اسیا د غوره بدن جوړوونکي په توګه پېژندل شوی دی.
د فدراسیون په وینا، مبارز تر دې مخکې هم د تایلنډ په اسیایي سیالیو کې د ۹۰ کیلوګرامه وزن په برخه کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو مډال ګټلی و.
د بدن جوړونې او فټنس د اسیا د اتلولۍ ۵۸م پړاو سیالۍ د تایلنډ په بانکوک ښار کې ترسره شوې وې. په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون له ۲۰ څخه زیاتو هېوادونو ورزشکارانو ګډون کړی و.
د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس فدراسیون په وینا، نایب مبارز د غوره بدن جوړوونکي د جایزې په ترلاسه کولو سره د افغانستان په نوم یوه بله ورزشي لاسته راوړنه هم ثبت کړې ده.
















