د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې، کابل ته د خپل رسمي ماموریت له پیل مخکې په نیویارک کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویکرام میسري سره لیدلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې میسري په دې لیدنه کې د افغانستان د خلکو پر بشري اړتیاوو د نړیوالې ټولنې د دوامدار تمرکز پر اړتیا ټینګار کړی او په افغانستان کې یې د یوناما د رول قدرداني کړې ده.
هند همداراز ویلي چې له یوناما سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. دا دریځ ښيي چې نوی ډیلي د افغانستان له نړیوالو چارو سره په تعامل کې د ملګرو ملتونو رول مهم بولي.
رباب فاطمې هم له میسري سره له لیدنې خوښي څرګنده کړې او د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې د راګیرو هېوادونو او د کوچنیو پرمختیايي ټاپوییزو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي استازي له دفتر سره د هند د دوامدار ملاتړ قدرداني کړې ده.
فاطمې ویلي چې هند د په وچه کې د راګیرو هېوادونو د ملګرو ملتونو د دوستانو د ډلې د ګډ مشر په توګه هم له دغه دفتر سره ملاتړ کړی او هیله یې څرګنده کړې چې نوی ډیلي به دې همکارۍ ته دوام ورکړي.
دغه لیدنه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې ترسره شوې ده. د رباب فاطمې لپاره دا لیدنه ځکه ځانګړی اهمیت لري چې نوموړې لا تر اوسه په کابل کې خپل رسمي ماموریت نه دی پیل کړی او ټاکل شوې چې ډېر ژر د یوناما مشري په رسمي توګه پر غاړه واخلي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۵مه رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپل ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه وټاکله. هغې د روزا اوتونبایوا ځای نیولی دی.
ملګري ملتونه وايي، رباب فاطمه په دولتي خدمت او دوهاړخیزه او څو اړخیزه ډیپلوماسۍ کې له ۳۰ کلونو ډېره تجربه لري. نوموړې تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د بنګلهدېش دایمي استازې وه او له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې د راګیرو هېوادونو او د کوچنیو پرمختیايي ټاپوییزو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستیالې سرمنشي او عالي استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.
د فاطمې د یوناما د ماموریت پیل په داسې شرایطو کې کېږي چې افغانستان لا هم له بشري اړتیاوو، د ښځو او نجونو پر وړاندې له پراخو محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل له ننګونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د ۲۰۲۶ کال په جون کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه او د دغه ماموریت پر سیاسي، بشري حقونو او د خبرو اترو د اسانتیا پر رول یې ټینګار وکړ.
له همدې امله، کابل ته له تګ مخکې له یوه مهم سیمهییز لوبغاړي سره د فاطمې لیدنه یوازې تشریفاتي لیدنه نه بلل کېږي. هند د افغانستان په قضیه کې له مهمو سیمهییزو هېوادونو څخه دی او د افغانستان د بشري اړتیاوو په اړه د نوي ډیلي ټینګار او له یوناما سره د همکارۍ ژمنه هغه دیپلوماتیک چاپېریال روښانه کوي چې د ملګرو ملتونو نوې استازې به پکې خپل ماموریت پر مخ وړي.
فاطمه لا په افغانستان کې خپل رسمي فعالیت نه دی پیل کړی، خو په نیویارک کې د هغې لومړنۍ مشورې ښيي چې د ماموریت د پیل په درشل کې له هغو سیمهییزو او نړیوالو لورو سره همغږي د هغې د کار له لومړنیو محورونو څخه ده چې د افغانستان پر وضعیت اغېز لري.
د یوناما د نوي مشرې د ماموریت یوه مهمه برخه به د افغانستان د خلکو د اړتیاوو مطرح کول، له سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو سره د خبرو ساتل او د ملګرو ملتونو د افغانستان د ماموریت د سیاسي او بشري برخو پر مخ وړل وي.















