د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ په ودود بازار کې یو ځوان د غلو له خوا د یوه دوکان د لوټ پر مهال په چاقوګانو وژل شوی او شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ ترې وړل شوې دي.
سیمهییزو سرچینو نیمروز ته ویلي، دا پېښه تېره شپه، سهشنبه د وږي ۱۷مه، د بکوا ولسوالۍ په ودود بازار کې شوې ده.
د سرچینو په وینا، د پېښې قرباني عرفان نومېده او د غلو د برید پر مهال په دوکان کې دننه و. عرفان اصلاً د هلمند ولایت اوسېدونکی و او په دغه دوکان کې یې د منشي په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی به د شپې هم په خپل کاري ځای کې ویده کېده.
سرچینې وايي، غلو له دوکان ته له ننوتلو وروسته عرفان په چاقوګانو وهلی او وژلی او شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ یې له ځان سره وړي دي.
د بریدګرو د شمېر، د هغوی د هویت او په تړاو یې د چا د نیول کېدو په اړه تر اوسه نور معلومات نشته.
د نیمروز په ارزونه، په یوه سوداګریز ځای کې، هغه هم د شپې له خوا، د یوه کارکوونکي وژل کېدل یوازې یوه عادي غلا نه ده. دا پېښه ښيي چې د امنیت نشتوالی هغه کسان هم له جدي خطر سره مخ کولی شي چې د خپلې روزۍ د ګټلو لپاره شپې په خپل کاري ځای کې تېروي.
نیمروز نه شي کولی د دې پېښې جزئیات او د عاملانو هویت په خپلواکه توګه تایید کړي. طالبانو هم تر اوسه د دې وژنې او غلا په اړه څه نه دي ویلي. که پېښه تایید شي، د عاملانو پېژندنه او قانوني چلند ورسره د بازارونو د امنیت د ټینګښت او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره مهم بلل کېږي.
















