د کاناډا حکومت د امنیتي خبرداري په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتي چې د ناپایدار او خطرناک امنیتي وضعیت له امله افغانستان ته له هر ډول سفر څخه ډډه وکړي.
د کاناډا حکومت د سې شنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۰مه، په خپور شوي خبرداري کې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو، وسلهوالو شخړو، تښتونو، خپلسرو نیونو او لوړې کچې جرمونو ګواښونه لا هم موجود دي.
د کاناډا حکومت د افغانستان امنیتي وضعیت «ډېر نازک او خطرناک» بللی او له هغو کاناډايي وګړو چې په افغانستان کې مېشت دي غوښتي چې د اړتیا پر مهال د تګ راتګ پر مهال بشپړ احتیاط وکړي.
په دې خبرداري کې ویل شوي چې کاناډايي وګړي ښايي له امنیتي خطرونو سره مخ شي او په افغانستان کې د بیړنۍ مرستې لپاره د کاناډا د حکومت وړتیا محدوده ده.
کاناډا ویلي چې په افغانستان کې د دغه هېواد سفارت فعالیتونه درولي او د خپلو وګړو لپاره قونسلي خدمتونه او دولتي ملاتړ ډېر محدود دی.
د کاناډا حکومت زیاته کړې چې حتی د مرستې د غوښتنې په صورت کې هم ښايي د خپلو وګړو د وضعیت په اړه ژر معلومات ترلاسه نه کړي.
کاناډا له هغو وګړو چې افغانستان یې پرېښی او قونسلي خدمتونو ته اړتیا لري، غوښتي چې له نږدې کاناډايي دفتر سره اړیکه ونیسي.















