محمدباقر قالیباف، د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس، د امریکا له لوري د ایران په جنوب کې پر هدفونو د تېرې شپې د بریدونو په غبرګون کې امریکا «لوی شیطان» بللی دی.
قالیباف د چهارشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۱مه، په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې، د وروستیو بریدونو له امله د ملکي وګړو د وژل کېدو راپورونو ته په اشاره ویلي چې د میناب، لامرد او کوهستک د واده په مراسمو کې ماشومان او د کورنیو غړي قرباني شوي دي.
هغه په خپل پیغام کې په میناب کې پر یوه ښوونځي، په لامرد کې پر یوه ورزشي تالار او همداراز په کوهستک کې د واده پر مراسمو د برید یادونه کړې او دا پېښې یې د ملکي وګړو د هدف ګرځېدو بېلګې بللې دي.
د ایران د مجلس رئیس لیکلي: «که یو قدرت د شیطان په څېر عمل وکړي، د شیطان په څېر هدفونه وټاکي او د شیطان په څېر ووژني، هغه قدرت شیطان دی.»
قالیباف زیاته کړې چې که داسې یو قدرت د بلې ډلې یا ځواک ملاتړ وکړي چې د ده په وینا ورته کړنې ترسره کوي، نو «خپله لوی شیطان دی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ایران امریکا تورنه کړې چې تېره شپه یې د دغه هېواد په جنوب کې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.
ایراني چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي او هدف ګرځول شویو سیمو ته زیانونه هم اوښتي دي.
امریکا تر اوسه د دغو بریدونو او هدفونو په اړه بشپړ جزیات نه دي خپاره کړي، خو تهران دغه اقدام د خپل حاکمیت سرغړونه بللې او غندلی یې دی.

















