په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي خبرداری ورکړی چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي او دا وضعیت د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
عاصم افتخار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، تحریک طالبان پاکستان، د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ، داعش خراسان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او القاعده په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري. د هغه په وینا، دغه ډلې د افغانستان له خاورې د غړو د جذب، روزنې او د پولې هاخوا بریدونو د پلان جوړولو لپاره استفاده کوي.
هغه له امنیت شورا وغوښتل چې طالبان د هغې ژمنې په اړه ځواب ویونکي کړي چې له مخې یې باید د افغانستان خاوره د ترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارول شي. نوموړي همدارنګه د ترهګرو ډلو د مالي او وسلوالو ملاتړ کوونکو د حساب ورکولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د پاکستان استازي د ملګرو ملتونو د څار ډلې راپور ته په اشارې وویل، سره له دې چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو له امله د داعش وړتیاوې کمزورې شوې، خو د دې ډلې ګواښ لا هم په افغانستان، منځني ختیځ او افریقا کې پر ځای دی.
عاصم افتخار د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا، د سرحدونو د اغېزمن مدیریت، د امنیتي ادارو د ظرفیت لوړولو او د هغو نوې ټکنالوژیو د کارونې پر ضد د ګډو اقداماتو غوښتنه وکړه چې ترهګرې ډلې یې د بېپیلوټه الوتکو، ټولنیزو شبکو او مصنوعي ځیرکتیا په ګډون کاروي.













