د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، ایران او عمان د هرمز په تنګي کې د یوې نوې کښتۍلاري د ټاکلو لپاره خبرې کوي؛ داسې لاره چې د دواړو هېوادونو د منلو وړ وي او د هغوی حاکمیت ته درناوی وکړي.
بقایي د ایران له «شبکه خبر» سره په ټلیفوني مرکه کې دغه مذاکرات «مخ پر وړاندې» وبلل او ویې ویل، تمه ده چې د ایران د ملي امنیت د تأمین په اړه تر تفاهم وروسته، دواړه هېوادونه په مناسب وخت کې د نوې ثابتې سمندري تګلارې (TSS) پر سر هوکړې ته ورسېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د ایران او عمان ترمنځ د نوې کښتۍلاري په اړه خبرې د هرمز تنګي د پرانیستې یا تړل کېدو له موضوع سره تړاو نه لري.
د بقایي څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي وو، د تهران او مسقط ترمنځ د هرمز په تنګي کې د سمندري تګ راتګ په اړه خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي.














