د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا ویلي، د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ وروستیو نښتو وښودله چې د وسلهوال مقاومت د بشپړ پای ته رسېدو په اړه د طالبانو ادعا له میداني واقعیتونو سره سمون نه لري.
ضیا له انګلیسي ژبې رسنۍ «امرګي» سره په مرکه کې ویلي، د ازادۍ جبهې وروستي برید پر طالبانو وښودله چې د افغانستان دننه د مقاومت د ځواکونو تنظیم او فعالیت لا هم امکان لري.
هغه ټینګار وکړ چې د ازادۍ جبهې لپاره وسلهواله مبارزه وروستی هدف نه، بلکې د واک د انحصار د پای ته رسولو او د یوه سیاسي بهیر د رامنځته کولو وسیله ده. د هغه په وینا، وروستی هدف د داسې نظام جوړول دي چې واک په کې د خلکو د رایو او د قانون د حاکمیت له لارې ولېږدول شي.
د ازادۍ جبهې مشر زیاته کړه چې د طالبانو پر ضد روانه جګړه قومي بڼه نه لري او طالبان د افغانستان د هېڅ قوم استازیتوب نه کوي. د هغه په وینا، د طالبانو قربانیان او مخالفان د هېواد له ټولو قومونو څخه دي او اساسي ستونزه د یوې ایډیولوژیکې کړۍ له لوري د واک انحصار دی.
ضیا له طالبانو سره د مخالفو جریانونو وغوښتل چې خپل اختلافونه یوې خوا ته کړي او پر ګډو اصولو لکه د طالبانو د واکمنۍ پای، خلکو ته د واک بېرته سپارل، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، د ښځو او ټولو قومونو د حقونو تأمین او د حسابورکوونکي نظام جوړولو تمرکز وکړي.
هغه په پای کې وویل چې د ازادۍ جبهه د خبرو اصل نه ردوي، خو د خلکو حاکمیت، د ښځو اساسي حقونه، د ټولو وګړو برابري، مدني ازادۍ او د قضایي قوې خپلواکي هغه اصول دي چې د دې جبهې له نظره د معاملې وړ نه دي.














