ځایي سرچینې وایي، مولوي بایزید یون، چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د شکایتونو د اورېدو د آمریت د تحلیل او ارزونې د برخې مسئول دی، د روانې اوونۍ په ترڅ کې نیول شوی دی.
د باخبره سرچینو په وینا، طالب ځواکونو نوموړی د هرات ښار ته نږدې په یوه باغ کې له څلورو نورو کسانو سره نیولی دی. سرچینې زیاتوي چې یوه ښځه هم د نیول شویو کسانو په ډله کې وه.
د سرچینو د ادعا له مخې، دغه کسان د واده له چوکاټ څخه بهر د جنسي اړیکې د تور په تړاو نیول شوي او دوسیه یې د طالبانو محکمو ته استول شوې ده. تر اوسه معلومه نه ده چې تورن کسانو دغه تور منلی که نه.
بایزید یون تر دې مخکې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د شکایتونو د اورېدو آمر و او وروسته د همدې ادارې د شکایتونو د تحلیل او ارزونې د برخې مسئول وټاکل شو. نوموړي مخکې ویلي وو چې د ده تر مدیریت لاندې ادارې لسګونه جنايي، حقوقي او د اداري ناوړه ګټې اخیستنې اړوند دوسیې څېړلې دي.
سرچینې همدارنګه وایي، بایزید یون په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف له ځوانو مسئولانو څخه و او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خپل پلار د نفوذ له لارې دې ادارې ته داخل شوی و. نوموړی د کندهار ولایت اوسېدونکی بلل کېږي او په تېرو کلونو کې یې د طالبانو د ملاتړ او فقهي موضوعاتو په اړه په پښتو، فارسي او اردو ژبو لیکنې خپرې کړې دي.
تلویزیون نیمروز نه شي کولای د سرچینو یادې ادعاوې په خپلواکه توګه تأیید کړي. طالبانو هم د دې خبر تر خپرېدو پورې په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی.













