د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د عراق او سوریې حکومتونو پرېکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خامو نفتو د نللیکې بیارغونه د خپلو ستراتیژیکو زیربنایي پروژو له لومړیتوبونو څخه وګرځوي.
د واشنګټن د معلوماتو له مخې، د امریکا په مشرۍ یو نړیوال کنسرسیوم به د دې پروژې تخنیکي، مالي او اجرایي چارې پر مخ وړي. ټاکل شوې چې د بیارغونې له بشپړېدو وروسته، دغه نللیکه هره ورځ د شاوخوا دوه میلیونه بېرلو خامو نفتو د لېږد ظرفیت ولري.
د دې پروژې موخه دا ده چې د عراق خام نفت د سوریې له خاورې څخه د مدیترانې سمندرګي بندرونو او نړیوالو صادراتي بازارونو ته ولېږدول شي؛ هغه مسیر چې کولی شي د عراق د انرژۍ د صادراتو وړتیا لوړه او نړیوالو بازارونو ته د دې هېواد لاسرسی اسانه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې پروژې د عملي کار د پیل نېټې او یا د لګښتونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
همدارنګه، د عراق او سوریې چارواکو هم تر اوسه د دې پروژې د عملي کېدو د مهالوېش په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

















