فوزیې کوفي، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د ماموریت د تمدید په غبرګون کې ټینګار کړی چې دا اداره باید د امنیت شورا د پرېکړهلیکونو او د بېطرفۍ د اصل پر بنسټ له ټولو ښکېلو لورو سره رغنده تعامل ولري.
هغې د یوناما د ماموریت د غځېدو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دا نړیوال بنسټ به د خپلو راتلونکو فعالیتونو پر مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړهلیکونو کې درج شویو ژمنو ته وفادار پاتې شي.
کوفي د امنیت شورا په وروستي پرېکړهلیک کې د طالبانو په اړه د کارول شوې اصطلاح د بدلون هرکلی هم کړی او ویلي یې دي چې د «بالفعل مقاماتو» پر ځای د «اړوندو مقاماتو» اصطلاح کارول شوې ده.
دې د ښځو د حقونو فعالې وړاندیز کړی چې یوناما دې د خپل نوي ماموریت په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړهلیک له مخې له ټولو اړوندو لورو سره رغنده تعامل ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د یوه نوي پرېکړهلیک په تصویب سره د یوناما ماموریت د ۱۴۰۶ کال د جوزا تر ۲۷مې نېټې پورې وغځاوه.
د دغه پرېکړهلیک له مخې، یوناما به د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي تر مشرۍ لاندې او د افغانستان له سیاسي لوبغاړو او اړوندو خواوو، د طالبانو په ګډون، سره په نږدې سلا مشورو خپل فعالیتونه دوامدار وساتي.
یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مهمو ادارو څخه ده چې د بشري مرستو د همغږۍ، د بشري حقونو د ملاتړ او د سیاسي خبرو اترو د اسانتیا په برخو کې مهم رول لوبوي.
د نیمروز له نظره، د یوناما د ماموریت تمدید په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان لا هم له بشري، اقتصادي او سیاسي ننګونو سره مخ دی او د نړیوالو ادارو رول د هېواد د وضعیت په مدیریت کې مهم ګڼل کېږي.














