د امریکا پخوانۍ مرستیاله ولسمشره کامالا هریس ویلي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، ډونالډ ټرمپ له ایران سره جګړې ته کش کړی دی.
هغې دا څرګندونې د دیترویت ښار په یوه وینا کې کړې او ټینګار یې کړی چې دا جګړه د امریکا د خلکو غوښتنه نه ده.
هریس زیاته کړې چې د جګړې په اړه دننه په امریکا کې مخالفتونه شته او خلک نه غواړي په نوې شخړه کې ښکېل شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا سیاسي فضا د ایران او منځني ختیځ د کړکېچ په اړه لا هم تاوده بحثونه لري.
شنونکي وایي چې دا ډول څرګندونې ښيي چې د جګړې په اړه د امریکا دننه سیاسي اختلافونه زیات شوي دي.











