څلور افغانان، چې درې ښځې او یو سړی پکې شامل دي، د بریتانیا د محلي شوراګانو په ټاکنو کې بریالي شوي دي.
رابعه نسیمي، شهیره کریمي او پیمانه اسد، چې د بریتانیا د کارګر ګوند غړې دي، د لندن ښار په بېلابېلو سیمو کې د شورا څوکۍ ګټلې دي.
همداراز عبدل بوستاني، چې د سکاټلنډ د ملي ګوند غړی دی، د سکاټلنډ د ګلاسګو ښار شورا ته بریالی شوی دی.
دغه بریاوې داسې مهال ثبت شوې چې د بریتانیا د محلي شوراګانو ټاکنې په ټول هېواد کې ترسره شوې او ګڼو ګوندونو پکې سیالي وکړه.
شنونکي وایي، د افغان کډوالو دا بریاوې ښيي چې افغانان په تدریجي ډول د لوېدیځو هېوادونو په سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو کې پراخ حضور پیدا کوي.
د ډېرو افغانانو لپاره، دا ډول بریاوې یوازې سیاسي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د جګړې، مهاجرت او حاشیهنشینۍ له تجربو وروسته د نوې ټولنیزې ونډې او نفوذ نښه هم ګڼل کېږي.
په ځانګړي ډول د درې افغانو ښځو بریا د ښځو د سیاسي حضور او د افغان مهاجرینو د نوې نسل د پرمختګ یوه مهمه بېلګه بلل کېږي.











