
د آلمان صدراعظم فریدریش مرتس ویلي چې د امریکا او ایران په روانه جګړه کې واشنګټن تر هغه کمزوری ښکاري چې تمه یې کېده، او د تحولاتو بهیر داسې روان شوی چې حتی د ایران له لوري د تحقیر نښې پکې لیدل کېږي.
مرتس د آلمان په مارسبورګ ښار کې په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې په جګړو کې یوازې داخلېدل مهم نه دي، بلکې د وتلو لپاره روښانه او عملي ستراتیژي لرل هم حیاتي ارزښت لري.
هغه د افغانستان او عراق تجربو ته په اشارې وویل چې امریکا مخکې هم په هغو جګړو کې ښکېله شوې چې وتل ترې اسانه نه وو.
د آلمان صدراعظم زیاته کړه چې ایران په خبرو اترو کې یا ډېر مهارت لري او یا هم کله ناکله په حساب شوې بڼه له خبرو واټن نیسي.
مرتس وویل چې لا هم څرګنده نه ده چې واشنګټن د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره کوم مشخص مسیر غوره کوي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا او ایران شخړه لا هم د نړۍ له مهمو ژئوپولیټیکي بحرانونو څخه ګڼل کېږي.











