اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به د دوشنبې په ورځ د ثور په ۲۱مه یوه امنیتي غونډه ترسره کړي.
د راپورونو له مخې، دغه غونډه د ایران اسلامي جمهوریت له خوا د امریکا وړاندیز ته د ورکړل شوي ځواب او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غبرګون وروسته جوړېږي.
ټرمپ تر دې وړاندې د ایران ځواب «په بشپړه توګه د منلو وړ نه» بللی و؛ هغه موضوع چې د سیمې د ترینګلتیا د زیاتېدو اندېښنې یې لا ډېرې کړې دي.
اسرائیلي رسنیو همداراز راپور ورکړی چې د بنیامین نتانیاهو د محکمې غونډه د امنیتي ناستې له امله تر ټاکلي وخته وړاندې پای ته رسېدلې ده.
د دغې امنیتي غونډې د بحثونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو راپورونه ښيي چې د ایران اړوند تحولات او د سیمې وضعیت به د خبرو اصلي محور وي.
دغه غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې د هرمز تنګي له بحران او د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیرمستقیمو مذاکراتو له دوام وروسته، د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ ترینګلتیا حساس پړاو ته داخله شوې ده.
کارپوهان وایي، اسرائیل د مذاکراتو او د ایران د ځواب اړوند پرمختګونه له نږدې څاري، ځکه هر ډول بدلون په سیمهییزو ترینګلتیاوو یا احتمالي توافق کې ښایي د تلابیب پر امنیتي وضعیت او ستراتیژیو مستقیم اغېز ولري.














