د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې په ۱۴۰۴ کال کې په افغانستان کې له ۱۴۰ څخه ډېرو نوو رسنیو او رسنیزو بنسټونو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي.
د دې وزارت ویاند خبیب غفران د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دا شمېر د طالبانو له نظره په ټولنه کې د رسنیو د اساسي رول د منلو څرګندونه کوي.
خو دا ادعا داسې مهال مطرح کېږي چې د رسنیو د جوازونو زیاتوالی په خپله د مطبوعاتو د ازادۍ، تحریري خپلواکۍ، یا د خبریالانو د خوندیتوب تضمین نه ګڼل کېږي.
په وروستیو کلونو کې نړیوالو څارونکو بنسټونو او رسنیزو فعالانو څو ځله خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د رسنیو پر محتوا پراخ محدودیتونه، سانسور، پر خبریالانو فشارونه، نیونې، او په رسنیو کې د ښځو د حضور کمېدل جدي اندېښنې راولاړوي.
منتقدان وایي، یوازې کمې پراختیا هغه وخت د ریښتینې رسنیزې ودې معنا لرلای شي چې له مسلکي ازادۍ، د بیان حق، او خوندي چاپېریال سره مل وي.
همدا توپیر، یعنې د «رسنیو د شمېر زیاتوالی» او «د رسنیو ازادي»، اوس د افغانستان د رسنیز وضعیت له مهمو بحثونو څخه ګرځېدلی دی.
شنونکي باور لري چې د مطبوعاتو د آزادۍ له نړیوالې ورځې سره د دې اعلان هممهاله کېدل د طالبانو د رسمي روایت د پیاوړتیا هڅه ده؛ هغه روایت چې لا هم د سانسور، فشار او محدودیتونو د راپورونو پر وړاندې له جدي پوښتنو سره مخ دی.











