
د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د مبلغینو نوی قانون د هبتالله اخندزاده تر توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی؛ هغه قانون چې د افغانستان د دیني مبلغینو لپاره نوې شرایط، مسئولیتونه او محدودیتونه ټاکي.
د دې قانون له مخې، دیني مبلغ باید د حنفي مذهب پیرو وي او تبلیغ هم باید د همدې فقهې پر بنسټ ترسره شي.
په قانون کې ویل شوي چې د نورو مذاهبو اړوند کسان به په دې برخه کې د فعالیت اجازه ونه لري.
همداراز، د «ژوندي تصویر» لرونکو رسنیو له لارې تبلیغ منع شوی، خو د وینا، راډیو، مجلو او کتابونو له لارې تبلیغ ته اجازه ورکړل شوې ده.
په مقرره کې د ښځو او نابالغانو د تبلیغي سفرونو په اړه هم محدودیتونه وضع شوي دي.
د لمانځه ښوونه، د جهاد فضیلت، د ښځو حقوق او د ښځو د لباس موضوعات د مبلغینو له رسمي مسئولیتونو څخه ګڼل شوي دي.
طالبانو د امر بالمعروف وزارت د دې قانون د عملي کولو مسئول بللی دی.
دا قانون کولی شي د مذهبي آزادۍ، فکري تنوع، د رسنیو رول او د ښځو د ټولنیز ځای په اړه نوي بحثونه راپاروي.











