
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال محمد سرور دانش ویلي چې د فدرالي نظام مخالفین د دې سیاسي جوړښت په اړه ناسم برداشت لري او دا نظام کولای شي د هېواد د قومي تنوع د مدیریت لپاره اغېزمن حل وي.
هغه د انوارالحق احدي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې دا لیدلوری ناسم او غیرواقعي دی. احدي مخکې فدرالي نظام «لویه ستونزه» بللې او د متمرکز نظام ملاتړ یې کړی و.
دانش ټینګار وکړ چې فدرالي نظام نه یوازې عملي کېدای شي، بلکې له کلونو راهیسې د افغانستان په سیاسي او علمي محافلو کې پرې بحث شوی او قوي تحلیلي او تاریخي بنسټ لري.
د هغه په وینا، فدرالي نظام کولای شي د هېواد د بېلابېلو قومونو ترمنځ توازن رامنځته کړي او د قدرت عادلانه وېش یقیني کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه اختلافات لا هم دوام لري او د نظام ډول یو له مهمو بحثونو څخه ګڼل کېږي.











